د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د یاغیانو د راکټونو په حمله کی څو ملکي خلک وژل سوي دي


د کنړ د ولایت د پولیسو قوماندان وایی چی نن د جمعې په ورځ په یوه کور باندی د څو راکټونو حمله وسوه چی دوې ښځي په کی وژل سوي او لږ تر لږه نور پنځه ملکي کسان زخمي سوي دي.

د ناتو مامورینو وویل چی د هلمند په ولایت کی د ناتو یو هلیکوپتر به شاید د دښمن په ډزو کی را لویدلی وی. په دې پېښه کی اووه عسکر وژل سوی دی چی پنځه یې امریکایان، یو یې برتانوئ او یویې کاناډا یی و.

ناتو وایی چی دغه چینوک ډوله هلیکوپتر یې د چهارشنبې په ورځ د هلمند په ولایت کی د کجکي ښارته نژدې چی ددښمن سیمه ده را وغورځول سو. طالبانو وویل چی دا کار دوی کړی دی.

د ناتو نطاق جگړن جان ټامس وایی چی په هغو عسکرو باندی چی د پېښي ځای ته ورغلي وو هم یاغیانو پټه حمله وکړه.

XS
SM
MD
LG