د لاس رسي وړ اتصالات

د کال ١٩۴٢ د جون پر لومړۍ نېټه په وارسا کی یوې پټی خپرېدونکي ورځپاڼی ولیکل چی...


د کال ١٩۴٢ د جون پر لومړۍ نېټه د لیبرټی بریگېډ په نوم په وارسا کی یوې پټی خپرېدونکي ورځپاڼی ولیکل چی د نازیانو په چیمنو نومي کمپ کی په لس هاو زره یهود بندیان په گاز وژل سوي دي.

یو کال مخکی د اروپا د یهودانو د بشپړ ورکولو دپاره وسایل منځته راغلي وه.

اوه سوه یهودان په هغو وان موټرونو کی د گاز په واسطه وژل سوي وه چی هغوی یې باید د چیمنو کمپ ته وړي وای.

په دغو گازي وانونو کی د پولینډ په څه باندی دوو سوو ځایونو کی درې سوه شپېته زره تنه یهودان ووژل سول.

په دغه توگه د یهودانو د له منځه وړلو کار یوه دا گټه درلوده چی دهغوی ږغ چا نه اورېدی او چاته یې پته هم نه ښکارېدله.

په دغو وانونو کی، چی د نازیانو دکال ١٩۴٢ د جنوری د میاشتی دوانسی دکنفرانس په ترڅ کی فیصله وربندی سوې وه، د ورځی زر تنه یهودان وژل کېدل.

بالاخره دغه مسله هغه وخت رسوا سوه چی د چیمنو د کمپ څخه یو ځوان یهود وتښتېدی او خپله کیسه یې د لیبرټی بریگېډ په نوم ورځپاڼی ته وکړه او له هغه څخه وروسته ټوله نړۍ د نازیانو د گاز په اتاقونو او دگاز په وژنکو وانونو خبره سوه.

XS
SM
MD
LG