د لاس رسي وړ اتصالات

یاغیانو پنځه تنه یې وژلي دي


افغان مامورین وایی چی مشکوکو یاغي طالبانو د غزني په ولایت کی د پولیسو د یوه قوماندان پر کور باندی حمله کړې او د هغه د کورنۍ پنځه تنه یې وژلي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن وویل چی په دې حمله کی چی د شپې په تیا ره کی وسوه د پولیسو د قوماندان میرمن، دوه زامن او دوه وریرونه وژل سوي دي.

او وروسته کله چی نورو پولیسو حمله کونکي پسې واخیستل نو په حمله کونکو کی لس کسه ووژل سول. یوه ورځ مخکی هم د پکتیا په ولایت کی عین همداسی حمله سوې وه.

افغان چارواکو د جمعې په ورځ ویلي وو چی یاغیانو د پنجشنبې په ورځ کوشش وکړ چی یو پولیس او د هغه د کورنۍ غړي د خپل کور نه وتښتوي، مگر دا حمله یې ناکامه سوه چی په کی لږ تر لږه شپږ مشکوک یاغیان ووژل سول او څو نور زخمي سول.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت یو نطاق زمری بشري وایی چی افغان پولیس د یاغیانو سره په جگړو کی زیاتو وسایلو او تجهیزاتو ته ضرورت لری.

XS
SM
MD
LG