د لاس رسي وړ اتصالات

اېران د امرېکا هغه غوښتنه رد کړه چې وايي څلور امرېکايي اېرانېان دې خوشى کړى


اېران پر امرېکا باندى دا تور لگولى دى چې ددغه هېواد په کورنېو چاروکې لاسوهنه کوى ځکه چې دهغو څلورو اېرانى االاصلاه امرېکاېانو د خوشى کولو غوښتنه کوى چې اېران په دې تور نېولى دى چې ددوى ملى امنېت ته خطر پېښوى.

نن دېکشنبى په ورځ د اېران د خارجه وزارت نطاق على حسېنى په تهران کې خبرېالانو ته ووېل نېول شوي کسان اېرانېان دى او چارواکى دهغوى په دوسېو باندى غور کوى.

د جمعى په ورځ دامرېکا جمهوررئېس جورج بش غږ وکړ چې دغه څلور تنه توقېف شوى کسان دى سمدلاسه له کوم قېد اوشرط نه شرط نه پرته خوشى سى.

ښاغلى بش ووېل د سولې طرفدار على شاکري ، او درى تنه پوهان هاله اسفندېارى ، کېان تاجبخش او خبرېاله پرناز عظېمه اېران ته هېڅ ډول خطر نه پېښوى. هغه ووېل داکسان اېران ته ددى لپاره ولاړ ل چې ېا دخپلو کورنېو سره وگورى او ېابشرى کارونه وکړى.

د امرېکا جمهوررئېس داغوښتنه هم وکړه چې د فېډرالى ادارې د پخوانى غړي رابرټ لېوېنسن په باره کې هم معلومات ورکړى. نوموړى دمارچ دمېاشتى راهېسى په اېران کې لادرکه شوېدى.

د تېرې پنجشنبىپه ورځ دامرېکا خارجه وزارت دا خبره تصدېق کړه چې على شاکري د تهران د اېوېن په زندان کې بندى شوېدى. داخبره معلومه نده چې په شاکرى باندى په رسمى ډول تور لگېدلى دى او که نه.

دوه تنه نور څېړونکي او پوهان هاله اسفندېارى او کېان تا جبخش هم داېران د اېوېن په زندان کې اچول شوېدى او د جاسوسى تور پرې لگېدلى دى.

په خبرېاله پرناز عظېمه باندى هم د جاسوسى تور لگول شوېدى او له اېران نه د وتلو بندېز پرې لگېدلى دى. دهغه پاسپورت ضبط شوېدى نوموړى د دامرېکا له خوانه دېوې تموېل شوې راډېو ( فردا) لپاره کارکوى.

شاکري په ېوه غېر حکومتى موسسه کې د مدېره هېئت غړى دى او د کلېفورنېا داېروېن په پوهنتون کې د سولى د منځته راوستلو د مرکز غړى دى. هاله اسفندېارى د ووډرو وېلسن د څېړنېزې ادارى دمنځنى ختېځ د پروگرام مشره او څېړونکې ده.

دغه اداره په واشنگټن کې پرته ده.

XS
SM
MD
LG