د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق په شنه سېمه باندى حمله شنډه شوه او د امرېکا اوه تنه عسکر وژل شوېدى


د پوځ رپوټ وايي د شنبى په ورځ ناوخته د امرېکا هلېکوپټرونو پرهغو سر تېرو باندى هوايى بمبارى وکړه چې په دغه سېمه باندى ېې د راکټونو د ډزو لپاره ځانونه چمتو کول.

په شنه سېمه کې دعراق د حکومت دفترونه او دامرېکا سفارت پروت دى. له دغې سېمى نه دېوالونه چاپېرشوېدى.

د امرېکا په هوايي بمبارى کې څلور سر تېري وژل شوېدى. په ېوه جلا رپوټ کې دعراق پولېس وايي دېکشنبى په ورځ ېوه ځان وژونکى د بغداد په شمال کې د پولېسو پرېوه کاروان باندى حمله وکړه او لس تنه ېې ووژل.

په همدغه حمله کې ٢٥ تنه نور زخمى شول. د پولېسو ېونطاق وايي لږ تر لږه ېو پولېس هم مړ شوېدى. په عېن حال کې دامرېکا پوځ نن اعلان وکړ چې د امرېکا او ه تنه عسکر د شنبىپه ورځ په شپږو جلا پېښو کې مړه شول.

چارواکى وايي ېوعسکر په بغداد کې د ېوه ځان وژونکى په برېد کې ووژل شو. په داسى حال کې چې نور د چاودونکېو موادو او سپکو وسلو په په ډزو د بغداد په شاو خواکې، د دېاله په ولاېت کې او دنېنوا په ولاېت کې مړه شول.

XS
SM
MD
LG