د لاس رسي وړ اتصالات

د کال ١٩٨٩ د جون پر څلورمه نېټه د چین پوځیانو په پیکینگ کی د ټیانامین په میدان کی د ډیموکراسی پر طرفدارو مظاهره کونکو ...


د کال ١٩٨٩ د جون پر څلورمه نېټه د چین پوځیانو په پیکینگ کی د ټیانامین په میدان کی د ډیموکراسی پر طرفدارو مظاهره کونکو باندی حمله وکړه او په زرهاوکسان یې مړه او بندیان کړل.

پر دغه سوله ایزو مظاهره کونکو باندی د چین د قواو دغه وحشیانه حمله لوېدیځو هیوادونو او متحده ایالاتو وغندله.

د ټیانامین په میدان کی د حاضرو خبریالانو او ډیپلوماټانو د اټکل له مخی درې سوه تنه ووژل سول او لس زره تنه ونیول سول.

د چین د حکومت دغی څملې هم د هغه هیواد متحدین او هم د ساړه جنگ دوخت دښمنان سخت خپه کړل. د شوروی مشر میخایل گورباچیف وویل چی هغه دچین پېښو خپه کړی دی.

گورباچیف وویل ده هیله درلوده چی چین به د ده د اصلاحاتو پروگرام تعقیب کړی او د چین د سیاسی سسټم په ډیموکراسی کولو به پیل وکړی.

په متحده ایالاتو کی سیاسی مبصرینو او د کانگریس غړو د پیکینگ دغه قتل عام محکوم کړ او د جمهوریس جورج بوش څخه یې وغوښتل چی د چین حکومت ته سزا ورکړی.

څه بادنی درې هفتې وروسته دمتحده یالاتو کانگریس رایه ورکړه چی د چین پر حکومت باندی د بشر د حقوقو د دغه تېري له امله تعزیرات ولگول سی.

XS
SM
MD
LG