د لاس رسي وړ اتصالات

گڼ شمېر خلک په بېلا بېلو کچو په مخدره موادو او یا طبي درملو روږدي دي


گڼ شمېر خلک په بېلابېلو کچو په مخدره موادو او یا طبي درملو روږدي دي. د امریکا د حکومت یوې احصائیې ښوولې چې لږ تر لږه په سلو کې لس لویان، د درملو او یا مخدره موادو په ناوړه کارونې اخته دي.

په دغې څېړنې کې چې په ترڅ کې یې له څه باندې ۴٣ زرو کسانو سره مرکه شوې ده، څېړونکو وغوښتل څو د کوکائینو، هیروئینو او چرسو په شمول، په بېلابېلو مخدره موادو او طبي درملو باندې د روږدو کسانو شمېر ځانته مالوم کړي.

په پای کې دوی ومونده چې د تیر یو کال په ترڅ کې د روږدو کسانو په شمېر کې اته فیصده ډیروالی راغلی او نژدې درې فیصده خلک کلونه کلونه، د یو شمېر درملو په کارولو روږدي شوي دي.

د کلیویلانډ کلینیک ارواپوه، ډاکټر مایکل مک کي که څه هم په دې څیړنې کې برخه نه درلوده خو وایي چې د رپوټ دا پایله د حیرانتیا وړ نه ده: " دا حیرانوونکې نه ده خو زه فکر نه کوم چې دا رپوټ به کومه اغېزه هم ولري ځکه په امریکا کې له شلو میلیونو څخه زیات لویان په مخدره درملو اخته دي. زموږ مطلب د آرام بښونکي گولیو، خوب بښونکي گولیو، اوپیاتونو، کوکائینو او چرسو په شان مخدره توکي دي."

د څېړونکو په وینا، ډیری روږدي کسان له رواني، ټولنیزو او د ناوړه احساساتو له ستونزو سره هم لاس او گریوان و. ډاکټر مک کي وایي چې څوک باید خپل هغه ملگری یا د کورنۍ کوم غړی چې په مخدره موادو اخته شوی وي له ځانه ونه شړي بلکې د هغه د ژغورنې لپاره هڅه وکړي: مایکل مک کي:

مخدره مواد د روږدو کسانو ټولنیز ژوند، کورنۍ او دنده اغیزمنوي. نو که تاسو کوم څوک ولید چې دغه راز ستونزه لري نو لږ تر لږه دا هڅه وکړئ چې له هغه سره د خبرو لار پرانیزئ او په درملنه کې یې ورسره مرسته وکړئ، دا به هغو ته گټور وي.

ډیری کسان په لومړي سر کې د یوې ناروغۍ په خاطر مخدره طبي درملو ته مخه کوي چې د وخت په تیرېدو یې هغه ناروغي جوړه خو له درملو سره یې تړاو نه شلېدونکی پاته شي.

XS
SM
MD
LG