د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا د دفاع وزېر وايي په افغانستان کې داېران د وسلو موجودېت د اندېښنى سبب دى


ښاغلى گېټس په کابل کې خبرېالانو ته د دوشنبى په ورځ ووېل ددى بېلگې او شواهد شته دى چې افغانستان ته ېوڅه وسلې د طالبانو لپاره راروانى دى.

خو هغه زېاته کړه چې امرېکا داسى معلومات نلرى چې داڅرگنده کړى چې دوسلو په راوړلو کې داېران حکومت لاس لرى.

د افغانستان جمهوررئېس حآمد کرزي هم له دې سره موافقه وکړه چې ددى ثبوت نشته چې د اېران حکومت په دې کار کې لتاړ دى.

هغه داهم ووېل چې د افغانستان اړېکى له اېران سره په دې اوس وخت کې تر بل هروخت نه ښې دي. ښاغلي گېټس ووېل پر طالبانو سر بېره په اېران کې جوړې سوې وسلى ښايي د مخدره موادو د قاچاقبرانو لاس ته هم ور ورسېږى.

رپوټ وايي په افغانستان کې دمخدره موادو قاچاق مخ په انکشاف روان دى. دنړۍ دهېروئېنو په سلو کې نوي دافغانستان له اپېنو نه تولېدېږى. ښاغلى گېټس دا تبصرې وروسته له هغه نه وکړې چې دافغانستان له جمهوررئېس حامد کرزي سره ېې ملاقات وکه.

نوموړي په تېر ډېسېمبر کې هم افغانستان ته سفر کړى و. تردې مخکى دافغانستان د اردو مشر جنرال بسم الله خان هېله څرگنده کړه چې امرېکا دافغان قواو دروزنى او مجهز کولو بهېر په دې خاطر گړندى کړي چې دوى پخپله له طالبانو سره جگړه وکولى سى.

جنرال بسم الله خان نن د دوشنبى په ورځ ووېل ده دا غوښتنه د امرېکا د دفاع له وزېر رابرټ گېټس نه چې اوس افغانستان کې دى کړېده.

جنرال بسم الله خان ووېل د پوځ د انکشاف بهېر له پلان سره سم روان دى او د ٢٠٠٨ مېلادى کال تر پاېه پورې به ېې شمېر اوېازرو عسکرو ته ورسېږى خو دى وايي چې دا شمېر کافى ندى.

هغه ووېل ېوازېنى لاره چې افغانستان پرې طالبانو ته ماتى ورکولى شى هغه داده چې مستقل او قوي پوځ ولرى.

د امرېکا د دفاع وزېر رابرټ گېټس نن له جنرال بسم الله خان سره د کابل په شاوخواکې دېوې عسکرى اډې لېدلو ته په دې خآطر تللى و چې هلته د افغان کومانډو د روزنى چارى وگوري.

XS
SM
MD
LG