د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان صدراعظم نن د جمهور رئیس حامد کرزي سره وکتل


په دې کتنه کې چې د نړۍ د اسماعلیه فرقې مشر کریم اغا خان هم حاضر و، دواړو مشرانو د افغانستان او پاکستان په اړیکو او هم د اگست په میاشت کې په کابل کې د جوړیدونکی امن جرگې په باب خبرې وکړې.

د خبرو په پای کې دواړو مشرانو په یو خبري کنفرانس کې گډون وکړ.

جمهور رئیس حامد کرزي وویل د پاکستان صدراعظم شوکت عزیز اصلا په کابل کې د پانگې اچونې په نړیوال کنفرانس کې د گډون لپاره افغانستان ته راغلی دی.

د پاکستان صدراعظم شوکت عزیز هم افغانستان سره د خپلو ښو اړیکو یادونه وکړه ویې ویل چې افغانستان او پاکستان یو منزل او یو ډول گواښونو سره مخامخ دی چې په کار دي په گډه یې مقابله وکړي.

XS
SM
MD
LG