د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کي یوه بله ښځینه خبریاله ووژل شوه


په افغانستان کې په یوې اوونۍ کې دننه دا دوهم ځل دی چې افغانه ښځینه خبریاله وژل کیږي.

کابل ته نیږدې په پروان ولایت کې تیره شپه دناپیژاندو وسلوالو په ډزو ذکیه ذکي افغانه ښځینه ژورنالسته ووژل شوه. نوموړی په جبل السراج کې دسولې په نوم دیوې نا حکومتي راډیو مسوله او خبریاله وه.

دکورنیو چارو وزارت چارواکو دنوموړې خبریالې دوژل کیدو په اړه که څه هم پلټنې پیل کړي. د رسنیو دټولنې مشران وايي چې د ژورنالستانو د وژنې دې لړۍ په خبریالانو د کار کړۍ را تنګه کړې.

په تیرو دریو کلونو کې ذکیه ذکي دریېمه ښځینه خبریاله ده چې وژل کیږي تیره اوونۍ دشمشاد خبریاله شکیبا څانګه اماج هم دیو نامعلوم دلیل په سر وژل شوې وه.

دطلوع تلویزیون خبریاله شیما رضايي هم تیر کال خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

XS
SM
MD
LG