د لاس رسي وړ اتصالات

د کال ٨١٩٣ د جون پر اومه نېټه مهنداس گاندهي، د جنوبی افریقا په اورگاډو کی په نژادی اساس د خلکو د بېلېدلو قانون  ونه مانه


د کال ٨١٩٣ د جون پر اومه نېټه یوه ځوان هندو مدافع وکیل مهنداس کرمچند گاندهي ، چی په جنوبی افریقا کی یې کار کاوه، د جنوبی افریقا په اورگاډو کی په نژادی اساس د خلکو د بېلېدلو قانون ونه مانه او د اورگاډی څخه په زور وغورځول سو.

گاندهی په هند کی زېږېدلی او په برټانیه کی یې زده کړي وې او جنوبی افریقا ته د یوه کال قرارداد کار لپاره ولاړ.

گاندهی د ناتال په ایالت کی د نژادی تبعیض د قوانینو او د جنوبی افریقا د هغو قوانینو لاندی کار کاوه چی د هندی کارکونکو دپاره یې ډېر زیات محدودیتونه وضع کړي وه.

کله چی مهاتماگاندهی یو وخت په خپلو خاطراتو کی دې پېښی ته اشاره کوله چی د اورگاډي د لومړۍ درجې ډبو څخه چا په زور لاند یوغورځاوه نو دا یې خپل ځانته د حقیقت څرگندېدلو شېبه بللې ده.

د دغه څخه وروسته یې فیصله وکړه چی دبې عدالتیو پرضد او د یوه هندي او یوه انسان په حيث د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره ملارزه وکړی.

کله چی په جنوبی افریقا کی د ده قرارداد ختم نو فیصله یې وکړه چی بیا هم په هغه هیواد کی پاته سي او دهغو هندیانو د حقوقو د اخیستلو لاپره مبارزه وکړی چی د رایی ورکولو له حق څخه محروم سوي وه.

XS
SM
MD
LG