د لاس رسي وړ اتصالات

د ځوانانو د فکری ودی اوله پارلمانی چارو سره د هغوی د اشناکولو لپاره نن د افغانستان د مشرانو جرګه کی یو ۵ ورخنی پروګرام پیل شو


په دغه پروګرام کی شامل ځوانان د کابل ښار د ښوون 65 یو د دولسمو ټولګیو له اول لمبر زده کوونکو څخه غوره شوی دی.

دغو ځوانانو ته په دی برخه کی مخکی هم اساسی زده کړی ورکړ شوی وی. هغوی به په راتلونکو پنځو به لړ کی پدی پوه شی چی څرنګه د خلکو ازیتوب وکړی او د پارلمای اداری هییت وټاکی.

دفرهنګ او ځوانانو دوزارت معین ښاغلی اصحق زی په دی هکله داسی وویل "دغه روزنیز پروګرام د ملی شورا؛ دسناد مجلس؛ د فرهنګ اوځوانانو د وزارت او په کابل کی د ملګرو ملتونود پرمخ تیایی پروګرام په نوښت جوړ شوی دی".

د ملی شورا غړی فوزیه کوفی د دغه ورکشاپ په باب داسی وایی "د ۵ راتلونکو ورځو په ترځ کی به دغه ځوانان به د خپل پارلمان اداری غړی پخپله وټاکی. د ځوانانو د پارلمان موقت ریس محمد رضا وایی چی د داسی ورکشاپونو جوړیدل د ځوانانو په فکری ودی 73 یره اغیزه کوی."

محمد رضا دځوانانو د پارلمان موقت رییس "دا لمړی ځل دی چی په کابل کی دځوانانو لپاره داسی روزنیز ورکشاپ جوړیږی خو د دغه ورکشاپ چارواکی وایی چی ډیر ژربه دالړی ولایاتو ته هم وغزوی."

XS
SM
MD
LG