د لاس رسي وړ اتصالات

ېوه ځان وژونکي په عراق کې اوه تنه پولېسان وژلى دى


دعراق پولېس وايي ېوه ځان وژونکي خپله لارۍ دپولېسو له تاڼى سره نن د ېکشنبى په ورځ په تکرېت کې وجنگوله او اوه تنه پولېسان ېې ووژل او ٣٥ تنه ېې زخمېان کړل.

تکرېت له شمالى بغداد نه ١٣٠ کېلومتره لېرې پروت دى او د عراق د پخوانى مشر صدام حسېن پلرنى ځاى دى.

د شنبى په ورځ دعراق پوځى چارواکېو ووېل ېوه ځان وژونکى د بغداد په جنوب کې خپل موټر په په ېوه امنېتى پوسته باندى ور وست لږ تر لږه دولس دولس عراقى عسکر ېې ووژل او ٣٠ تنه نورېې زخمېان کړل.

په پاېتخت بغداد کې، د شنبى په ورځ د وخته، د پولېس په ېوه گزمه باندى موټر بم چول شوېدى او لږ تر لږه څلور کسان ېې ووژل او اوه تنه ېې زخمېان کړل.

د امرېکا پوځ وايي په ېوه توقېف خانه باندى حمله کې شپږ ملکى توقېفېان ووژل شول او تر پنځوسو نه زېات ېې زخمېان کړل.

XS
SM
MD
LG