د لاس رسي وړ اتصالات

د لبنان په کمپونو کې د جگړو څلور مه اونۍ ده


د لبنان پوځى چارواکي وايي دوى سوکه سوکه د نهر البرېد په کمپ کې چې پخوا د فتح الاسلام په نامه ډلې نېولى و، کنترول تر لاسه کوى.

د فلسطېن د مهاجرو په کمپ کې نن هم خال خال ډزې اورېدل کېدلى. د پوځ چارواکى وايي لږ تر لږه درى تنه عسکر د شپې په جگړو کې ووژل شول.

دمې دمېاشتى له ٢٠ مې نېټى راهېسى چې جگړه شروع شوېده تراوسه پورې لږ تر لږه ١١٥ کسان وژل شوېدى.

په دې کې سر تېري ، ملکېان او ترپنځوسو نه زېات لبنانى عسکر شامل دى. د شنبى په ورځ هم له کمپ نه تور لوگي راختل.

د کمپ ېوه اوسېدونکي فتحى ابو على امرېکا غږ ته ووېل چې په کمپ کې برېښنا نشته او اوبه هم لږ دى. دکمپ حالت بالکل خراب دى. رپوټ وايي په لسهاو زره مهاجران د جنگ د پېل راهېسى تښتېدلى دى.

خو په زرگونو مهاجران لا اوس هم په کمپ کې پاتى دي.

XS
SM
MD
LG