د لاس رسي وړ اتصالات

ښاغلي پکتیاوال وویل: ” د کابل د امنیې قوماندانۍ پولیسو هغه یو بم چې...


ښاغلي پکتیاوال وویل: ” د کابل د امنیې قوماندانۍ پولیسو هغه یو بم چې تقریباً وزن یې تر پنځو کیلو پورې رسیږي، د پولیتخنیک انستیتیوت ته نژدې، په یو گلدان کې ځای پر ځای شوی و او څو څو ځایونو ته یې تارونه ځغول شوي و، د سولې او ثبات د دښمنانو له طرف نه، دوی غوښتل چې بې گناه کسان مړه کړي، د پولیسو د طرف نه کشف او د هغه وخت نه مخکې چې دوی انفجار ورته ورکړي، کشف شولو او زمونږه استحکام ټیم لاړلو، خنثی یې کړلو.

دا د پولیسو یو ډېر لوی دستاورد و. د بم د خنثی کېدو نه بعد، دا معلومه شوله چې پخپله دغه بم یو ساخت خارجي ده، دا معلومه نه ده چې کوم هېواد کې به جوړ شوی وي او یو نوی تخنیک دی. ”

ښاغلي پکتیاوال ددې پوښتنې په ځواب کې چې پولیس به ددغه راز پیښو د مخنیوي لپاره څه گامونه پورته کړي، وویل: ” زموږ امنیتي پلانونه ډېر قوي دي. تاسو ته بهتره مالومه ده چې ددې نه مخکې هم زمونږه پولیسو همیشه هغه کسان چې ځان ته یې انفجار ورکولو، انتحاري حمله یې کوله، مونږه هغه کسان نیولي، دا خو لا د هغو نه ډېر کم شی ده. او پولیس همیشه په هر ځای کې پخپلو وظایفو کې ډېر کامیاب دي اوس او په هره ساحه کې خپلې وظیفې ته متوجه دي.”

XS
SM
MD
LG