د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د بر طرفه شوي قاضى القضات خلاف نوى الزامونه برابروى


د پاکستان د قانون وزېر وسى ظفر وايي حکومت د افتخار محمد چوهدرى خلاف د بى کفاېتى اوخلاف قانون کارونو د کول نوي الزامونه برابرکړېدي.

د قانون وزېر وايي دغه نوي الزامونه به دهغه پرخلاف په مناسب وخت کې په رسمى ډول ولگول شى. د پاکستان جمهوررئېس جنرال پروېز مشرف قاضى افتخار چوهدري دسږکال دمارچ په مېاشت کې له سترې محکمى نه په دې تور لېرې کړ چې خلاف قانون کارونه ېې کړېدى.

هغه اعتراضونه چې دهغه په برطرفۍ شوېدى په پاکستان کې ېې سېاسى جنجال جوړ کړېدى.

ښاغلى چوهدرى له هغو الزامونو سره په ستر ه محکمه کې مقابله کوى چې په اول کې پرې لگول سوي وو. دى استدلال کوى چې له سترې محکمى نه دده بر طرفي داساسى قانون خلاف کار دى.

XS
SM
MD
LG