د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د امنیتي وضعې په اړه د سره صلیب د نړیوالی موسسې اعلامیه


د سره صلیب نړیوالی موسیسی ویلی دی چی په تیر یو کال کی په افغانستان کی امنیتی وضعه ډیره خرابه شویده.

چی په دی کی هغو ملکی کسانو ته ډیر تاوانونه رسیدلی دی چی د نړیوالو قوا و او طالب یاغیانو ترمنځ د جگړو په ډگر کی گیر راغلی دی.

د سره صلیب د نړیوالو فعالیتونو ریس ښاغلی پیټر وایی چی افغان ملکی خلک د سرتیرو حملو او د هوایی بمباریو دلاسه ډیر ځپل شویدی.

د سره صلیب دغه مامور دا هم ویلی دی چی عام افغان وگړئ د بینادی خدمتونو نه محرومه دی. او د یو عادی ژوند د حق نه هم بی برخی دی. دی دا هم وایی چی د بی امنیتی دلاسه هغه خلک چی ډیر مستحق دی د عاجلو مرستو نه لری او بی برخی پاتی کیږی.

د سره صلیب موسسه دا هم وایی چی په افغانستان کی د بین المللی قواو ترمنځ چی کومی جگړی تیر کال یوازی په جنوب او ختیځ کی لیدل کیږی اوس د شمال او لویدیز په لور هم په خوریدو دی.

د سره صلیب دا اعلامیه په داسی وخت کی خپریږی چی دغه موسیسه په افغانستان کی د خپلو فعالیتونو شلمه کلیزه نمانځی.

XS
SM
MD
LG