د سه شنبی په غرمه یوه بجه وسله والو سړیو د لوگر ولایت د کلنگار د ولسوالئ د سید حبیب الله په کلی کی د یوه ښونځی دوه نجونی په ډزو کی وژلی دی او دری نوری یی زخمی کړیدی.
د لوگر ولایت امنیتی چارواکی وایی چی دوو تنو چی په موټر سایکل سواره وو. د نجونو یوه ډله باندی چی د ښونځی نه رخصت شوی وی او خپلو کورونو ته روانی وی ډزی وکړی.
چی په ډزو کی د دولسم ټولگی یوه نجلئ او دیو لسم صنف یوه شاگرده ووژل شویدی او دری نوری زخمیانی شویدی.
امنیتی چارواکی وایی چی حمله کونکی د پیښی د ځایی نه تښتدلی دی. خو د افغانستان د پوهنی وزارت وایی چی په دی حمله کی شپږ نجونی ژوبلی شویدی. د پوهنی وزیر محمد حنیف اتمر په یوه خبری کانفرانس کی دا پیښه په کلکه غندلی ده.
اتمر د دی حملی مسولیت د حکومت په مخالفینو اچولئ، خو د طآلبانو یو نطاق ویلی دی چی دا کار د طالبانو نه دی. کیدای شی چی نجونی په کومه شخصی دښمنئ کی وژل شوی وی.