د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ددفاع وزیر له اروپایی ملگرو څخه د مرستې غوښتنه کوي


د امریکا جگپوړي پوځي مقامات وایي چې د نوموړي هېواد د دفاع وزیر رابرت گېټس به روانه اوونۍ په بروکسېل کې د ناټو سازمان په غونډه کې د افغانستان د جگړې لپاره د لا زیات ملاتړ غوښتنه وکړي.

ددغو چارواکو په وینا، گېټس به د پنجشنبې ورځې په غونډه کې د امریکا پر اروپایي ملگرو غږ وکړي چې د طالبانو پر وړاندې جگړې کې دې له تخنیکي پلوه افغان پوځ پیاوړی کړي.

کابو پنځوس زره امریکایي او ناټو ځواکونه له افغان پوځ سره یوځای د طالب یاغیانو د له منځه وړلو هڅه کوي چې دغه هلې ځلې کله کله د ملکي کسانو د وژل کېدو په بیه هم تمامیږي.

د سه شنبې په ورځ امریکایي سرتېرو اوه تنه افغان پولیس د دښمن ځواکونو په گومان ووژل. د ولسمشر کرزي ویاند، کریم رحیمي وویل چې دا پیښه یو ناوړه تفاهم و.

له بلې خوا د سره صلیب نړېوالې کمیټې هم اعلان کړی چې د یاغیانو او نړیوالو ځواکونو ترمنځ د جگړو او نښتو په ترڅ کې، ملکي کسانو ته اووښتي زیانونه ورځ په ورځ مخ پر ډېرېدو دي.

XS
SM
MD
LG