د لاس رسي وړ اتصالات

د مطبوعاتو تبصرې:


د امریکا مطبوعاتو د افغانستان په جمهور رئیس باندې د راکټونو په حملې او همدارنگه د پاکستان پر جمهوررئیس باندې د تبصرې په ترڅ کې د امریکا د حکومت نه غواړي چې د مشرف د حمایې نه لاس واخیستل شي.

د انډپنډنت ورځپاڼه هم په یوه تبصره کې ویلي دي چې که چیرې د افغانستان په ستونزه کې پاکستان له نظره وغورځول شي نو دا ستونزه به حل نه شي. مونږ د امریکا او نړۍ ورځپاڼوته یو نظر اچوو او ددې مطالبو خلاصه تاسو ته وړاندې کوو:

واشنگټن پوست د خپلې جون د یولسمې په گڼې کې د غزني د اندړو په ولسوالۍ کې د افغانستان په جمهوررئیس کرزي باندې د سوئ قصد په پیښه باندې په یوې تبصرې کی لیکي چې طالبانوپه یوې حملې کې چې ظاهراً د ښاغلي کرزي په ضد یو سوئ قصد بلل کیږي په هغې غونډې باندې د توغندیو گزارونه وکړل چې کرزي په یوه ښونځي کې د سیمې مشرانو سره خبرې کولې.

توغندي که څه هم د غونډې په څو سوه مترۍ کې ولگیدل خو چاته یې زیان ونه رساؤ. ورځپاڼه لیکي چې که څه هم په دې پېښه کې چاته څه زیان ونه رسید خو دا مسئله د حامد کرزي په مقابل کې هغه خطر په یادوي چې پنځه نیم کاله وروسته چې طالبان له قدرته وغورځیدل او درې میاشتې وروسته له هغه چې بین المللي ځواکونه د هغو ولسوالیو د بیرته نیولو هڅې کوي چې طالبانو نیولي دي.

د ورځپاڼې په قول د غزني د خلکو استازي عبدالجباروویل چې توغندي کرزي ته نژدې نه دي لگیدلي او نه هم ده په خپلو خبرو کې څه ځنډ را وست. ده زیاته کړه چې خلکو ته معلومه وه چې کوم عالي رتبه دولتي کس را روان دی خو دوی تر اخره نه پوهیدل چې کرزی به ددوی سیمې ته راځي.

واشنگټن پوست لیکي چې یو کس چې ځان د طالبانو ویاند بولي د حملې مسئولیت په طالبانو پورې تړي او وايي چې طالبانو ته معلومه وه چې کرزی سیمې ته راځي نو ځکه دا سوئ قصد یې تنظیم کړی ؤ.

ورځپاڼه وايي چې ښاغلی کرزي د تیر دوو سوی قصدونونه وروسته دومره زیات نه گرځي. ده د یوه ښونځي په انگړ کې د سیمې مخورو سره خبرې کولې. په دې ولسوالې کې د امنیتي ستونزو له امله ډیر شمیر ښونځي تړل شوي دي.

واشنگټن پوست د کرزي د بیانې نه په نقلولو سره لیکي چې مونږ ددې خاورې بچیان ددې خاورې او سرحدانو ساتونکي یو. ددې خاورې ساتل په نورو باندې گران کار دی. ده زیاته کړه چې مونږ به سړکونه، ښونځي او روغتونونه د خپلو بین المللي دوستانو په مرسته جوړوو خو ملک باید د ملک د بچیانو لخوا وساتل شي.

ورځپاڼه زیاتوي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی د ژمي د پای نه وروسته مخ په زیاتیدو دی. سږ کال په شخړو کې د ٢٢٠٠ نه زیات خلک چې ډیر شمیر یې جنگیالي دي وژل شوي دي.

د نیویارک تایمز ورځپاڼې د خپلې جون د یوولسمې په گڼې کې د پاکستان د جمهور رئیس د حاکمیت په اړه لیکي چې که چیرې جنرال مشرف یو دموکراتیک مشر وای لکه چې پخپله ادعا کوي نو ده به مطبوعاتو باندې سخت دریزه نه وای خپل کړای او نه به مخالف سیاست مداران بندیان کړای وای او نه به هم د پارلمان هغه غړي چې دده پلویان دي په بیوفایۍ تورن کړي وای کوم چې دده په پالیسیو انتقادونه کوي.

خو ددې نه وروسته هیڅ څوک دده په دموکرات اوسیدو باندې اوس باور وکړي. دا یواځې د امریکا حکومت دی چې مشرف سره چې د یوه اسلامي هیواد تر ټولو غښتلی پوځ یې په اختیار کې لري د تروریزم په ضد جگړه کې د ځان ملگری بولي. اوس امریکا ته ښايي چې ځان دده نه لرې کړي.

د هغه وخته راهیسې چې ده د سترې محکمې رئیس چې یو ازاد خیاله قاضي دی له کاره گوښه کړی دی، دی لگیا دی د ځان د بقا لپاره هر ډول کړو ته لاس اچوي. تیره هفته ده داسې یو فرمان صادرکړ چې په هغې سره ده سره داسې اختیاروي چې د تلویزیون ازاد چېنلونه بند کړي خو وروسته دډیر فشار له امله د هفتې په پای کې مجبوره شو چې خپل دې تصمیم نه واوړي.

ده ددې لپاره چې خپل دغه فرمان عملي کړي د ٣٠٠ په شاوخوا کې سیاستمداران په پنجاب کې بندیان کړل. اوس هم په زرگونه سیاستمداران، ژورنالستان او د عدلیې منصوبین د اعتراض په حالت کې دي.

دوی د سانسور او د ده د ناروا حاکمیت په وړاندې دریدلي دي. په اوس وخت کې په پاکستان کې داسې اټکل کیږي چې ملک بې ثباتۍ خواته ځي یا به داچې دا ملک بیرته دموکراتیکو بدلونونو ته لاره خپله کوي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه زیاتوي چې که چیرې په اوس وخت کې واشنگټن د پرویز مشرف نه فاصله واخلی نوملکي خلکو ته دا فرصت په لاس ورشي چې ازاد انتخاباتوته لاره خلاصه کړي.

دا هغه غوښتنه ده چې د سترې محکمې د رئیس په برطرفۍ پای ته ورسیدله او همدارنگه دا د پاکستان د پخواني دوه صدراعظمانو بې نظیر بهتو او نواز شریف غوښتنه ده. ورځپاڼه غوښتنه کوي چې امریکا دی ددغه جریان ننگه وکړي اود پرویز مشرف د ملاتړ نه ډډه وکړي.

د بریتانیې انډپنډنټ ورځپاڼې هم د خپلې جون د میاشتې د یولسمې گڼې کې د افغانستان په چارو کې د پاکستان په نفوذ باندې د یوې تبصرې په ترڅ کې لیکي چې د افغانستان د ستونزې د حل د پاره هڅه ونه شي چې د پاکستان گټې په نظر کې ونه نیول شي.

ورځپاڼه لیکي چې افغانستان د عراق په شان نه دی. په افغانستان کې د شیعه او سني ترمنځ اختلاف نشته، خلک په دې دریو څلورو کلو کې خپل کورونه نه دي خوشي کړي. خو مونږ پوهیږو چې د مخالفو جنگیالیو په وړاندې جگړه لا نده وړل شوې.

پرون په کرزي باندې سوی قصد وشو او طالبان د پخوا په نسبت اوس بیرته قوي شوي دي. ورځپاڼه لیکي چې کله په طالبانو باندې فشار راځي نو دوی د سرحد بلې غاړي ته چې پاکستان هلته دومر تسلط نه لري پناه وړي او د ځان د اکمال نه وروسته بیرته افغانستان ته اوړي.

دا خبره ټولو ته معلومه ده چې د طالبانو مشران په پاکستان کې دي او پاکستان هم د طالبانو ملاتړکوي، خو باید دا خبره له یاده ونه باسو چې اسلام اباد د طالبانو سره کومه خاصه خواخوږي نه لري بلکه دا خبره یواځې د خپلو ملي منافعو په خاطر کوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحد تر اوسه لا نه دی ویشل شوی او پښتانه او بلوڅان د سرحد دواړو غاړو ته تگ راتگ کوي او دا د اسلام اباد لپاره سرخوږی دی.

ددې حالاتو په نظر کې نیولو سره پاکستان تل د طالبانو په واکمنۍ خوشاله ؤ. که لویدیز وغواړي چې په افغانستان کې امن وویني نو دوی د افغانستان په واکمني فشار راوړي تر څو دوی ددیورند لاین ومني، هند خپل شته والي په افغانستان کې لږ کړي او مشرف په وزیرستان کې د مدارا نه کار واخلي.

XS
SM
MD
LG