د لاس رسي وړ اتصالات

رابرټ گېټس واېې چه د ناتو تړون په افغانستان کې عملا وښودل چه په دغه هېواد ناتو موثره ثابتېدلی شی


د امرېکا ددفاع وزېر رابرټ گېټس واېې چه دناتو تړون په افغانستان کې عملا وښودل چه په دغه هېواد ناتو موثره ثابتېدلی شی،ولو که د عسکر شمېر ېې کم دی او تراوسه نه دی پوره شوی.

ښاغلي گېټس ووېل د ناتو قواو وکولی شول چه سکال په پسرلی کې د کالبنو د احتمالی تعرض مخه ونېسی او دا کار ددی خبری ېو ښه ثبوت دی، سره ددی چه افغانستان ته د نورو عسکرو د لېږلو په هکله د ناتو مشرانو خپلی وعدې نه دي پوره کړی، د ناتو تر قوماندې لاندی په افغانستان کې د امنېت په باب پرمختگ کېږی.

ښاغلي گېټس دا تبصره په بروکسل کې د ناتو د تړون غونډې ته د تگ په وخت پرون ناوخته په المان کې وکړه.

نوموړي زېاته کړه چه دې به په برکسل کې د ناتو د دفاع وزېرانو په غونډه کې افغانستان سره د مرستود ښه انسجام په باب خبری وکړی. دا غونډه نن کېږی.

تېره هفته په افغانستان کې د ناتو عمومی قوماندان امرېکاېې جنرال ډان مېک نېل اعلان کړی ؤ چه نورو محاربوی ېونوټونو، جنگې هلېکوپترو او د افغانستان د پوځ د روزنې لپاره نورو نظامی روزونکو ته ډېر سخت ضرورت لری.

د امرېکا دد فاع وزېر په خپله اوتکه کې خبرېالانو ته ووېل چه خلک باېد په دی اړه خپل توقعات ډېر لوړ نه کړی چه د ناتو قواوې او د افغانستان حکومت د امنېت لپاره څومره کار کولی شی.

د ېوه امرېکاېې مامور د وېنا په اساس، د امرېکا دد فاع وزېر به په دی باب هم پوښتنه وکړی چه ناتو افغانستان ته خپله هغه مخصوصه پنځه وېشت زره کسېزه قوه نه لېږی چه د اضطراری حالاتو سره ېې د مقابلی لپاره تېاره کړی ده او دا سوال به وکړی، په داسی حال کې چه په افغانستان کې ورته ضرورت دی او نه ېې لېږی نو ددغی قوې د ساتلو مقصد څه دی.

XS
SM
MD
LG