د لاس رسي وړ اتصالات

نن په زرهاو لبنانېان په بېروت کې د لبنان د پارلمان د ېوه غړي ولېد اېدېو په جنازه کې ډ گډون لپاره راټول شوی وو


نن په زرهاو لبنانېان په بېروت کې لبنان د پارلمان د ېوه غړي ولېد اېدېو په جنازه کې ډ گډون لپاره راټول شوی وو، چه پرون د بم په چاودنه کې د خپل ځوی سره ېو ځای ووژل شو.

ولېد اېدېو د سورېې د حکومت ېو سرسختې مخالف و. په پارلمان کې د سورېې د مخالف بلاک رېس سعد هرېری او د لبنان د دورزانو مشر ولېد جومبلات هم په دغه جنازه کی شرېک وو.

د حکومت وزېران او د پارلمان غړي هم حاضر وو. په بېروت کې مغازې ،حکومتی دفترونه او ښوونځي ټول تړل شوی وو او په ټول هېواد کېې د ماتم ورځ ولمانځل شوه.

جمهور رېس بش هم په ېوه بېانېه کې د ولېد اېدېو وژل وغندل. د ملگرو ملتونو عمومی منشی بانکی مون په ېوه بېانېه کې پرونئ چاودنه د لبنان د نارارمه کولو په غرض ېو ډېر سخت جناېت وباله.

د سورېې مخالفان ددی چاودنی او وژنې پړه د سورېې د حکومت په سر اچوی. د چهارشنبې په ورځ ناوخته د لبنان صدراعظم فواد سېنېورا د عرب لېگ د خارجه وزېرانو د ېوې عاجلی غونډې د رابللو غوښتنه وکړه.

تراوسه پوری په لبنان کې د سورېې مخالف اوه سرکرده لبنانی سېاست مداران په دی ډول چاودنو کې وژل شوی دي.

XS
SM
MD
LG