د لاس رسي وړ اتصالات

په غزه کې عېنی شاهدان واېې چه د حماس وسله والو جنگېالو د فتحې ډلې امنېتی مرکزونه د سختو جنگونو نه وروسته ونېول.


په غزه کې عېنی شاهدان واېې چه د حماس وسله والو جنگېالو د فتحې ډلې امنېتی مرکزونه دسختو جنگونو نه وروسته ونېول.

د غزې په تړانگه کې د فتحې تر کنټرول لاندی د فلسطېن د د ضبط حوالا ت او امنېت د ادارې مرکزی قرارگاه د نېولو نه وروسته اوس په غزه کې دفتحې وروستې مهم مرکز ختم شو او په غزه باندی ېې کنترول نور پای ته رسېږی.

ټاکل شوی چه د فلسطېن جمهور رېس محمود عباس چه د فتحې سازمان مشری هم په غاړه لری، نن د فلسطېن د ملی ېوالی د حکومت د سر نوشت په باب اعلان وکړی.

په دی باب زېات تفصېل لا تراوسه پوری نشته، چه ښاغلی عباس به څه واېې. د تېرو شپږو ورځو په سختو جنگونو کې د دواړو خواو نه اوېا کسان وژل شوی دي او ېواځی پورن شل کسان مړه شول.

د فلسطېنېانو سره د مرستو لپاره په غزه کې د ملگرو ملتونو د دفتر دوه غړی هم پکې شامل دي. دوه کسان په مظاهره چېانو باندی د ټوپکوالاو په ډزو کې پرون ووژل شول.

اسراېېلی عسکر هم ېو فلسطېنې جنگېالی نن په لېدېزه غاړه کې ووېشته. د ېوه تازه راپور په اساس نن د مصر پولېسو هغه څلوېښت فلسطېنی پولېس د غزې د سرڅد نه تېرېدلو ته پری نښودل چه د فتحې غړي وو او ځانونه ېې د جنگ نه خلاصول.

XS
SM
MD
LG