د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د بس په اوښتو کې ١٥ کسان وژل شوي دي


د پاکستان په شمال لویدیزه سیمه کې د حکومت چارواکي وايي چې لږ تر لږه ١٥ کسانو هغه وخت خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د دوی بس په یوه غرنۍ سړک کې له کنټروله ووت او یوې کندې ته خطا شو.

دوی زیاتوي چې په دې بس کې ٣٦ نورکسان ټپیان شوي دي. د هفتې په پیل کې په همدې سیمه کې په یوه ورته پېښه کې ١٢ نور کسان هم مړه شوي وو.

په پاکستان کې داسې وژونکي ټکرونه ځکه عام دي چې سړکونه خراب دي او د ترافیکو د قوانینو احترام نه کیږي.

XS
SM
MD
LG