د لاس رسي وړ اتصالات

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا استازي په دارفور کې د سولې د ټینگښت لار لټوي


د ملگرو ملتو د امنیت د شورا استازي په اتیوپیا کې دي تر څو د افریقایي اتحادیې سره د سودان په دارفور کې د سوله ساتنې د یوه گډ ماموریت په هکله خبرې وکړي.

د ملگرو ملتو دا هیئت نن شنبه د اتیوپیا په پای تخت اتیوپیا کې خپلې خبرې پیل کړلې. د دارفور په جنگ ځپلي سیمه کې د سولې د ساتونکو مسئله ددې خبرو مهمه اجندا جوړوي.

په دې خبرو کې ددې په څنگ کې د سومالیې په اوضاع باند ې هم خبرې کیږي. ددې هفتې په پیل کې سودان وروسته د ډیرو خبرو دا خبره ومنله چې د ملگرو ملتو د سوله ساتنې قواوې د خپل هیواد د دارفور سیمې ته پریږدي.

د سوډان جمهور رئیس عمر البشیر په تیرنوامبر کې د گډو قواوو د ځای په ځای کولو باندې موافقه کړې وه.

XS
SM
MD
LG