د لاس رسي وړ اتصالات

اوروپايى اتحاد به د فلسطېن حکومت ته مستقېمى مرستى ورکوى


د اروپايى اتحاد دخارجى پالېسى مشر وايي دوى دا نېت لرى چې د فلسطېن نوى حکومت ته په لوېدېزه غاړه کې مستقېمى مرستى پېل کاندى. هاوېر سولانه نن ددوشنبى په ورځ دا اعلان وکه.

تردى ېوه ورځ مخکى محمود عباس د فلسطېن نوې کابېنه اعلان کړه. د غزې لوېدېځه غاړه د محمود عباس د فتح دگوند په واک او اختېار کې ده.

هغه د حماس غړى اسمعېل هانېه د لومړي وزارت له چوکۍ نه د تېرې اونۍ د جگړو په ترڅ کې چې ددواړو گوندونو ېعنى حماس او فتح ترمنځ وشوې برطرف که.

سپېنه مآڼۍ وايي دامرېکا جمهوررئېس جورج بش د ټېلېفونى خبرو په ترڅ ښاعلى عباس ته ډاډ ورکه چې دهغه دنوي حکومت ملاتړ به وکړى.

هغه ووېل اوس هغه وخت رارسېدلى دى چې د سولې نوو خبرو ته دروازه پرانېستل سى. په بېت المقدس کې دامرېکا ېوه دېپلومات وېلى دى چې واشنگټن د فلسطېن له نوى حکومت سره عادى روابط غواړي.

داسرائېلو لومړي وزېر اېهود اولمېرت وايي دده هېواد به د سولې د راوستلو لپاره د د فلسطېن د نوي حکومت سره گډ کار وکړې خو په دې شرط چې دېوجدي حکومت بڼه غوره کاندى.

ښاغلى اولمېرت د ېکشنبى په ورځ دملگرو ملتونو د نوى سر منشى بان کېمون سره په نېوېارک کې ملاقات وکه.

ټاکل شوېده چې دى به د سه شنبى په ورځ له جمهوررئېس جورج بش سره ملاقات وکاندى.

XS
SM
MD
LG