د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کی د ملکانو جرګه


دافغانستان ملکانو او سپینږیرو نن په کابل کی د ملکانو په جوړه شوی جرګه کی تعهد وکړ چی د هیواد د وضعیت دښه کولو په لاره کی د دولت له ټولو پروګرامونو څخه ملاتړ کوی.

تر اوسه دا څووم ځل دی چی د ملکانو جرګه په کابل کی د ودان موسسی په مرسته جوړیږی. په دغی جرګه کی چی ۱۲۰۰ تنو ملکانو ګډون کړی وه.

جمهور رییس حامد کرزي دخپلو خبرو په لړ کی له هغوی غوښتنه وکړه چی د هیواو د وضعیت ښه کولو لپاره دی ښوونی او روزنی ته مخه کړی.

همدا رنګه په دی جرګه کی سپینږیرو له دولت څخه غوښتنه وکړه چی د قانون د حاکمیت لپاره دی خپلی هڅي ګړندی کړی.

یوه تن سپینږیری ددی غونډی د پریکړه لیک د لوستلو پر محال وویل چی "موږ د هیواد په ودانولوکی د دولت له ټولو پلانونو ملاتړ کوو.

افغانستان داسی یو هیواد دی چی بیلا بیل قومونه له بیلا بیلو سنتونو او رواجونو سره پکی ژوند کوی.

چی د داسی جرګو جوړیدل د امنیت په تامینولو او د هیواد په بیا ودانولو کی ډیره اغ زه کوی .

XS
SM
MD
LG