د لاس رسي وړ اتصالات

د کال ١٩٥٣ د جون پر نولسمه مېړه او مېرمن جولیوس او ایتل روزنبرگ، په نیویارک کی اعدام سول


د کال ١٩٥٣ د جون پر نولسمه مېړه او مېرمن جولیوس او ایتل روزنبرگ، چی شوروی اتحاد ته د متحده ایالاتو د اټومی اسرارو د ورکولو مرتکب گڼل سوي وه، په نیویارک کی اعدام سول.

دواړو د اعدام تر شېبې پوری پر خپله گناه اعتراف ونه کړ او ویل ی ېچی دوی بېگناه دی. روزنبرگ لومړني کسان دي چی په متحده ایالاتو کی دسولی په وخت کی د جاسوسی کولو په تور اعدام سوي دي او د هغوی قضیه تر اوسه پوری همداسی جنجالی پاته ده.

پر دوی باندی د پوځ یوه پخواني صاحب منصب ډېویډ گرین گلاس، چی په نیو مکسیکو کی یې د امریکا د اټومی تحقیقاتو په اداره کی کار کاوه او دجولیوس کشر ورور وو، شاهدی وویله.

پخپله گرین گلاس شورویانو ته د اټومی اسرارو پر ورکولو باندی اعتراف کړی وو او په محکمه کی یې پر خپل ورور او ورینداري باندی شاهدی وویله او وروسته په لس کاله بند محکوم سو.

په متحده ایالاتو کی ډېرو کسان ویل چی دغه مېړه او مېرمني ته بېځایه سخته سزا ورکړه سوې ده او دوی په امریکا کی د کمونیسټانو پر ضد د سختو احساساتو قرباني سوي دی، خو ځینو بیا ویل چی دوی یوه دښمن هیواد ته حساس اټومی اسرار ورکړي دي او د اعدام سزا یې وړ وه.

XS
SM
MD
LG