د لاس رسي وړ اتصالات

یو افغان مامور ویلي چې طالبانو د کندهار یوه ولسوالي، له څو ورځو جگړې وروسته، ونیوله


د کند هار د پولیسو امر ویلي چې طالبانو د دوشنبه په ورځ د میاء نشین ولسوالي ونیوله. د مامورینو په وینا، افغان ځواکونو د یوې تکتیکي پرېکړې پر اساس له جگړې لاس اخیستی او سیمه یې خوشې کړې ده.

بل پلو په ارزگان ولایت کې هم نن د ناټو ځواکونو او طالبانو ترمنځ جگړې دوام وکړ.

د چارواکو له قوله، د تېرو درېیو ورځو د جگړې په ترڅ کې په چوره ولسوالي کې شپېته تنه طالب یاغیان وژل شوي دي.

تر اوسه ددې نښتو له امله د ملکي کسانو د تلفاتو شمېره نه ده مالومه.

XS
SM
MD
LG