د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان حکومت دا خبره رد کړي چي په هغه هیواد کي حالات کړکیچن او وضعه نارامه ده


پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي محمود قصوري دا خبره رد کړه چی په هیواد کی یی حالات کړکیچن اووضعه نارامه ده.

هغه د غربی نړی څخه وغوښتل چی د افغانستان سره په سرحدی برخه کی د تندلارو سره په مبارزه کی ورسره نوره زیاته مرسته وکړي.

بلي خوا ته پاکستاني چارواکي وایي دیرش اورپکي د افغانستان پولې ته څیرمه په یوی مدرسې کې وژل شوي دي.

چارواکي چي د نوم ویلو یې څخه ډډه کړي وایي پیښه په میران شاه کې شوي او زیاتوي چي د روزني یو مرکزویجاړ شوی چی د افغانستان له لوری پرې څو توغندي ویشتل شوي وې.

XS
SM
MD
LG