د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې پولیسو ٢٣ کسه د القاعده شبکې سره د تړاو په تور نیولي دي


پولیسو دغه کسان نن د ترکیې د بورسا په ولایت کې توقیف کړل.

د ترکيې پولیسو د می په میاشت کې هم د القاعده شبکې ١١ تنه مشکوک ملیشه کسان نیولي و چې ویل کیږي په استانبول کې یې د تروریستي حملو پلان درلود.

په ٢٠٠٣ کال کې د څلور ځان وژونکو حملو پړه په ترکیه کې د القاعده شبکې په یوه گروپ باندې اچول کیږي چې لږ تر لږه ٥٨ کسان په کې وژل شوی او په سلگونه نور ټپیان شوی وو.

د ٢٠٠٣ کال د ځان وژونکو حملو هدف دوه یهودي عبادت ځایونه، د برتانیه کنسلگري او په استانبول کې د لندن د یوه بانک څانگه وه.

XS
SM
MD
LG