د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیا وایي لسگونه کاله به په افغانستان کې فعالیت ولري


په کابل کې د بریتانیې نوي ټاکل شوي سفیر، شېرارد کوپر کولېس نن وویل چې هېواد به یې د لسگونو کلونو لپاره په افغانستان کې فعالیت ولري.

نوموړي له یوې بریتانوۍ راډیو سره په مرکه کې، په افغانستان کې د بریتانویانو ماموریت، د ماراتان ځغاستو ته ورته وباله.

ښاغلي شېرارد زیاته کړه چې بریتانیا په افغانستان کې د اوږدمهالو پراختیایي چارو ژمنه کوي خو دا ضروري نه ده چې د ولس شتون یې په دې هېواد کې هرو مرو نظامي بڼه ولري.

د ده په وینا، دا روښانه خبره ده چې افغانان نور د طالبانو د بیا واکمنېدو غوښتونکي نه دي. د بریتانیې دغه نوي سفیر، په تېره مې میاشت کې په کابل کې خپله دنده پیل کړه.

له بله پلوه د افغانستان په جنوب کې نن د چارشنبې په ورځ، د سړک پر غاړه یوې بمي چاودنې چې هدف یې د ناټو ځواکونو یو لېږدوونکی موټر و، د یادو شویو ځواکونو درې تنه وژلي دي.

ناټو ویلي چې دا پېښه د یو ځای پرځای شوي چاودېدونکي توکي له امله شوې ده خو په دې باب یې د نورو جزئیاتو له ورکړې ډډه کړې ده.

XS
SM
MD
LG