د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په ختیځ کی د ماین په چاودنه کی د ناتو یو عسکر وژل شوی دی


ناتو وایی چی د افغانستان په ختیځ کی د یوه ځمکني ماین په چاودنه کی د ناتو یو عسکر وژل سوی او څلور نور زخمي سوي دي.

په یوه بیانیه کی ویل سوي دي چی بم نن هغه موټر ته نژدې وچاود چی د ناتو عسکر په کی سپاره وو. د دغو عسکرو په باب چی د کومو هیوادو دي لا څه نه دي ویل سوي.

د افغانستان په ختیځ کی زیاتره امریکایی عسکر پراته دي. پرون د کندهار په ولایت کی درې کاناډایی عسکر د سړک پر غاړه د بم په چاودنه کی مړه سول چی ددغو تلفاتو سره د ٢٠٠٢ کال را پدې خوا په افغانستان کی د وژل سوو کاناډایي عسکرو شمیر شپېتو تنو ته ورسید.

له بلي خوا پرون د کندهار د ولایت د ژیړۍ ولسوال وویل چی افغان او د ناتو قواو په یوه جگړه کی ٢١ یاغي طالبان وژلي دي.

د کانډا مطبوعاتي آژانس د هغه هیواد د یوه مامور له قوله وایی چی په دې جگړه کی کاناډایي عسکرو برخه درلوده.

XS
SM
MD
LG