د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د کراچي په ښار کی د بریښنا د نشتوالي له کبله خلکو بلوا گاني شروع کړي دي


پاکستاني پولیس وایی چی پرون په کراچي کی په سلهاو خلکو د بریښنا د نشتوالي له کبله په بلوا شروع وکړه.

په کراچي کی تودوخه د سانټي گراډ ۴٠ درجو ته رسیدلې ده او له دې کبله ددغه ښار اوسیدونکي د بریښنا د سخت کموالي سره مخامخ دي.

پرون کله چی په دې ښار کی ١٦ ساعته بریښنا نه وه نو خلکو په قهر او غصه د کنټکي فرایډ چیکن په نامه یو رستوران او دوه بانکونه لوټ او تالان کړل.

بلوا کونکو دغه راز په سړکونو کی ټایرونو ته اور واچاوه او تیریدونکي موټر یې په ډبرو وویشتل او پولیسو په بلوا کونکو باندی اوښکي بهونکئ گاز استعمال کړ.

د بریښنا کمبود د پاکستان په نورو سیمو کی هم راغلی دی چی له کبله یې ځیني تجارتي مؤسسې تړل سوي او خلک په خپلو کورونو کی د سختي گرمۍ سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG