د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وایی چی د خپل ذروی پروگرام په جنجالونو کی به د تیلو څخه د وسلې په توگه کار اخیستل رد نه کړی.


ایران وایی چی که امریکا د ایران د ذروي پروگرام په مقابل کی نظامي اقدام وکړی نو تهران به د وسلې په توگه د خپلو تیلو استعمال رد نه کړی.

د تیلو تولیدونکو ملکونوپه سازمان ‏(‎ اوپیک)‎ کی د ایران آستاځئ ‏(‎ حسین کاظمي اردبیلي‏) ‎ وایی چی کله چی امریکا وایی چی نظامي اقدام نه سی ردولای نو ایران به هم د خپلو تیلو نه د یوې وسلې په توگه کار واخلی.

د ښاغلي اردبیلي دا تبصره پرون د ایران د شرق په ورځپاڼه کی خپره سوې ده. دا ویره موجوده ده چی ایران به شاید د هورموز آبنا چی نړۍ ته د تیلو رسولو ډیره مهمه لار ده بنده کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت نطاق شان میک کورمیک وویل چی امریکا په دې کی ستراتیژیکي گټي لری چی د هورموز آبنا دی آزاده تجارتي سیمه وی.

جمهوررئیس بش پرون دا خبره بیا تکرار کړه چی د ایران د ذروی جنجال د حلولو د پاره په ټولو امکاناتو باندی خبري کیدای سی او هغه وایی چی دی غواړی دا مساله په دیپلو ماتیکو لارو چارو حل کړای سی.

XS
SM
MD
LG