نن د هندي کشمیر په زیاترو سیمو کی دوکانونه او تجارتي مؤسسې تړلي وې او خلکو د برتانیې له خوا سلمان رشدي ته د قهرمانۍ د لقب د ورکولو له کبله احتجاجونه کول.
د یوې اسلامي بېلتون غوښتونکي ډلي جمعیت المجاهدین په غوښتنه نن په سرینگر کی ښوونځي تړل سوي وو.
نن په ټول پاکستان کی هم د مظاهرو جوړولو ترتیبات نیول سوي دي . پرون د پاکستان د ملایانو یوې ډلي فیصله وکړه چی د برتانیې ددې فیصلې په جواب کی اسامه بن لادن ته یو ستر دیني لقب ورکړی.
د برتانیې مامورین وایی چی رشدي ته یې د تیري شنبې په ورځ دقهرمانۍ لقب د هغه د ټولو ادبیاتو له کبله ور کړی دی .