د لاس رسي وړ اتصالات

حامد کرزي: د ناټو او ايتلاف د ځواکونو د غير دقيقو پوځي عملياتو په نتيجه کې د افغانستان عامو خلکو ته ډېر تلفات رسيدلي دي


د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي په ناتو او د امریکا په مشري قواو باندی دا تور ولگاوه چی په تیرو لسو ورځو کی یې د ياغي طالبانو سره په جگړو کی په بې احتیاطۍ سره ٩٠ تنه ملکي خلک وژلي دي.

هغه د افغان عسکرو او خارجي قواو تر منځ د انسجام او ښې همکارۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل چی که ناتو غواړی د تروریزم سره په جگړه کی کامیابه سی او د یوه بهتره افغانستان د جوړیدو تضمین تر لاسه کړی نو باید د افغاني چارواکو سره په ښه توگه کار وکړی.

پرون لږ مخکی د پاکستان اردو وویل چی په قبایلي سرحدي سیمه کی یو راکټ په یوه کور ولگید او نهه تنه ملکي خلک یې ووژل.

کله چی د ناتو قواو د شپې له خوا په همدې قبایلي سیمه کی پر یاغي طالبانو باندی ځمکنۍ او هوایی حملې کولې نو هغوی وویل چی ٦٠ یاغي طالبان یې ووژل.

دوی دا هم وویل چی د هلمند په ولایت کی د یاغیانو سره په جگړه کی یې یوامریکایی ائتلافي هعسکر وژل وی او دوه نور زخمي سوي دي.

XS
SM
MD
LG