د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان د ماین پاکولو کارکونکي برمته کړي دي


د افغانستان پولیس وایی چی یاغي طالبانو د ملک په ختیځ کی د ماین د پاکولو په ځای کی د ماین پاکولو د یوه مرکز یو شمیر کارکونکي برمته کړي دي.

د ماینونو د پاکولو او څارني د سازمان رئیس پرون وویل چی ١٧ تنه کار کونکي هغه وخت ورک سول چی هغوی د غزني د ولایت د اندړو ولسوالۍ ته روان وو.

هغه دا هم وویل چی طالبانو دده د سازمان سره ارتباط نیولی او وعده یې وکړه چی دغه خلک به وروسته له هغه خوشي کړی چی د هغوي نه سوالونه او تحقیقات وکړی.

د غزني دولایت د پولیسو قوماندان پرون دا پېښه تایید کړه مگر ویی ویل چی اته تنه کارکونکي او څو د ځمکني ماینونو د پیدا کولو سپي یې ورک سوي دي.

XS
SM
MD
LG