د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق سترې محکمې د صدام ‏حسین د تره د ځوی کیمیکل علي د اعدامولو حکم ورکړی


علي حسن الماجد په ١٩٨٨ کې هغه وخت په کیمیکل علی مشهور شو چې د هلاب جه په ښار کې یي د کردانو د وژنې لپاره زهرجن غازونو وکارول.

محکمې د صدام حسین د رژیم نور دوه جگپوړي چارواکي، د عراق د پوځ د اوپراسیون رئیس راشد محمد او د دفاع وزیر سلطان هاشم احمد الطایي هم د مرگ په سزا محکوم کړل.

محکمې د استخباراتو دوو پخوانیو چارواکو فرحان صالح او صابر الدوري ته د عمر قید سزا واوروله اود شمالي موصول والي طاهر الآني د ثبوتونو د نشتوالي لامله وبښل شو.

د کیمیکل علي دوسیه په اتیایمو کلونو کې د کردانو د ډله ایزي وژنې په نوم مشهوره وه خو په دې اوسنیو تورونو کې په ١٩٨٨ کې د ٥٦٠٠ کردانو وژنه شامله نه وه.

په هلاب جه کې د ٥٦٠٠ کسانو وژنې داسي حالات رامنځ ته کړل چې سل زره کردان په کې ووژل شو. پرون د هلاب جه اوسیدونکې د محکمې پریکړې ته انتظار او د انصاف لپاره خدای ته لاس په دعا وه.

د ادریس حامد په نوم یوه تن وویل ”مونږ د هلاب جه اوسیدونکې د محکمې څخه غواړو کیمیکل علي او ډلي ته یي د مرگ سزا واوروي”. د جومات ملا امام جمال محمد په خطبه کې وویل ”مونږ د محکمې څخه غوښتنه کوو چې ملزمانو ته د مرگ سزاوي ورکړي، که څه هم دا سزاوي د هغو جنایتونو په برابر نشي کیدلی چې هغوی د کردانو او د عراق په مقابل کې کړي دي.

علي حسن الماجد یا کیمیکل علي په هلاب جه کې د کردانو د وژلو تورونو رد کړي دي. د مدافع وکیلانو په دوو استدلالونو ټینگار کاوو لومړی دا چې هغوی دولتي اوامر په ځای کړي وو او دوهم په عملیاتو کې یوازي هغه یاغي کردان په نښه شوي وو چې د اتیا نه تر اته اتیا پوري یي په جگړه کې د ایران ملاتړ کړی وو.

په همدې دوسیه کې صدام حسین هم نومول شوی وو خو هغه شپږ میاشتي وړاندي د هغو ١۴٨ شیعگانو د وژلو په تور په دار وځړول شو چی په ١٩٨٢ کې یي د هغه د وژلو هڅه کړي وه.

بلخواه پرون هم د عراق په بیلابیلو سیمو کې مرگ ژوبلې دوام درلود. په جنوبي ښار هیله کې د وړمې ورځي د بمی چاودني پلټني رواني دي چې دوه تنه یي وژلي او نور اتلس یي ټپیان کړي وو.

دا چاودنه د ښار په مرکز کې د امام علي په نوم سړک باندي په یوه ولاړ موټر ک شوي وه.

د هیله ښار د بابل ولایتي مرکز دی او د بغداد د جنوب په ٩٥ کلومتري کې پروت دی.

XS
SM
MD
LG