د لاس رسي وړ اتصالات

د اسراییلو کابینی موافقه کړی چی د فلسطینیانو د مالی پیسی د فلسطین د جمهور ریس سره د ملاتړ په منظور آزادی کړی.


د اسراییلو کابینی موافقه کړی چی د فلسطینیانو د مالیی پیسی د حماس د رقیبی ډلی پرخلاف د فلسطین د جمهور ریس محمود عباس سره د ملاتړ په منظور آزادی کړی.

د اسراییلو صدراعظم اهود اولمرت نن د کابینی نه وغوښتل چی د شپږ سوه ملیون ډالرو په شاوخوا کی د مالیی پیسی چی د ٢٠٠٦ کال د جنوری په میاشت کی د حماس یاغی ډلی د فلسطین پارلمانی انتخابات وگټل، ظبط شوی وی آزادی کړی.

ټاکل شوی چی ښاغلی اولمرت به د فتح د میانه روه حکومت سره خپلی مرستی هغه وخت اعلان کړی چی د د دوشنبی په ورځ په مصر کی د جمهور ریس حسنی مبارک او د اردون د باچا ملک عبدالله سره وگوری.

د اسراییلو کابینه به همداشان په لویدیزه غاړه کی د امنیتی چارو په منظور د وضع شوو پاټکونو د لیری کولو لپاره هم وغږیږی.

فلسطینیانو ویلی چی دغه پاټکونه ریات دی او دوی ته د سزا ورکولو په منظور جوړ شوی دی.

د شنبی په ورځ د فتح گوند د خپل مینځی اختلافاتو د لیری کولو لپاره د حماس د خبرو لپاره وړاندیز رد کړ.

XS
SM
MD
LG