د لاس رسي وړ اتصالات

توني بلیر به له صدراعظمۍ وروسته، د منځني ختیځ په چارو بوخت شي


د منځني ختیځ د سولې هیئت نن د سه شنبې په ورځ په بیت المقدس کې سره وکتل او پر دې ټکي سره وغږېده چې توني بلیر منځني ختیځ ته د استازي په توگه وټاکي.

نوموړی اوس د بریتانیې صدراعظم دی خو ډېر ژر به خپله څوکۍ ځای ناستي، گوردن براون ته پرېږدي. په یاده شوې غونډه کې چې کابو درې ساعته په بیت المقدس کې د متحده ایالاتو په قونسلگرۍ کې روانه وه، د امریکا، روسیې، اروپایي اتحادیې او د ملگرو ملتونو استازو برخه اخیستې وه.

بلیر په لندن کې وویل چې هغه به د اسرائیل او فسلطین ترمنځ د اوږدمهاله لانجې په ختمولو کې خپلې هېڅ ډول هلې ځلې ونه سپموي.

له بله پلوه د اسرائیل صدراعظم، ايهود اولمرت پرون د دوشنبې په ورځ د مصر په شرم الشیخ کې د فلسطین له جمهور رئیس محمود عباس سره وکتل او ویې ویل چې اسرائیل به د فتحې ډلې پنځوس تنه غړي چې اوس په بند کې دې، خوشې کړي.

دغو دوو مشرانو د مصر د جمهور رئیس حسني مبارک او د اردن د پاچا، ملک عبدالله په حضور کې سره خبرې وکړې.

اولمرت وویل چې دغه دوه نیم سوه تنه بندیان قاتلین نه دي او اوس ژمن شوي چې نور به تشدد ته لمن نه وهي.

XS
SM
MD
LG