د لاس رسي وړ اتصالات

د اندړو په ولسوالي کې د یوه شپږ کلن ماشوم ځانمرگي برید کوونکي نیول


جمعه گل د غزنی د اندړو د ولسوالی اوسیدونکی دی او د یوې بی وزلي کورنی ځوی دی چې په کمکي عمر کې کباړ ټولوي.

جمعه گل وایي هغه ته ویلي شوي وو چې کله تکمې ته فشار ورکړي نو هر لور ته به گلونه خواره شي او هغه وخت دا کار وکړي چې کله په پوسته کې لوی شمیر عسکر وویني.

د شنبې په ورځ د جمعه گل په لیدلو افغان او بهرني عسکر او د اندړو د ولسوالي مشران په دې سخت خوابدي وو چې مخالفان اوس د ماشومانو څخه دا ډول کار اخلی.

شپږ کلن جمعه گل وایي هغه د افغانستان د جنوبي ولایتونو په کومه سیمه کې طالبانو ونیو او واسکټ یي ورپه غاړه کړ خو کله چې هغه په دې پوه شو چی واسکټ د بمونو څخه ډک دی نو د افغان عسکرو څخه یې مرسته وغوښته.

طالبانو د شپږ کلن ماشوم قصه رد کړي او دا یي د دولت پروپاگنډ بللی دی خو د سیمي قومي مشران او امریکایي عسکر دواړه وایي چې هغوی د ماشوم په دراماتیکه قصه باور کوي.

په دې اړه د ناټو ویاند جگړن جان تامس ویلي، ”مونږ غواړو تر خپله وسه افغانان د دې ناوړه پیښي څخه خبر کړو تر څو هغوی خپل ماشومان د هغو قاتلینو څخه وژغوري چې غواړي د هغوی د ماشومانو څخه زمونږ په خلاف د بمونو استفاده وکړي.”

XS
SM
MD
LG