د لاس رسي وړ اتصالات

قهر جنو مظاهره چیانو په تهران کې پمپ سټیشنونه وسوځول


په ایران کې خلکو پر تیلو باندې د ناڅاپي جیره بندۍ لگولو پرضد مظاهره کړې چې په ترڅ کې یې له پولیسو سره نښتي او د تیلو څو سټیشنونو ته یې اور اچولی دی.

دایران د اوروژنې د څانگې ویاند، بهروز تشکر وویل چې په پلازمینه تهران کې دوولسو پمپ سټېشنونو ته اوراچول شوی دی.

د سه شنبې ورځې په ماښام، یواځ څو ساعته مخکې له هغه چې د تیلو پر ویش قیودات ولگول شي، ددې خبرې په اورېدو سره گڼ شمېر موټر چلوونکو په پمپ سټیشنونو کې کتارونه جوړ کړل.

پولیسو په داسې حال کې د قهرجنو مظاهره چیانو د خورولو هڅه کوله چې هغو د ایران د جمهور رئیس محمود احمدي نژاد پر ضد شعارونه ورکول.

احمدي نژاد د خپل ټاکل کېدو پر مهال ژمنه کړې وه چې د ایران دتیلو پانگه به ددې هېواد له ولس سره شریکوي. چارواکو ددې گام موخه د حکومتي سبسایدیو او د سوند توکو د وارداتو کمول په گوته کړي دي.

ایران چې د اوپک سازمان په غړو کې، د تیلو دویم ستر تولیدوونکی هېواد دی، د تیل چڼولو د پراخ ظرفیت د نه درلودو له امله اړ دی چې خپل د اړتیا وړ څلویښت فیصده تیل، له بهر څخه وارد کړي.

XS
SM
MD
LG