د لاس رسي وړ اتصالات

د توقېفولو په باب دامرېکا پالېسى له سختو قانونى او سېاسى اعتراضونو سره مخامخ ده


د القاعده ترهگرې ډلې چې په نېوېارک کې د نړېوال تجارت له برج سره دوه الوتکى په ٢٠٠١ مېلادى کال کې د سېپتمبر د مېاشتې په نهمه نېټه وجنگولې ورپسې سمدلاسه دامرېکا جمهوررئېس جورج بش داخبره څرگنده کړه چې دى دغو حملو ته په کوم نظر گوري.

هغه په دې برخه کې ووېل: “هغه وژونکې حملى چې پرون په لوى لاس زموږ پرهېواد وشوې هغه د ترهگرۍ د حملونه زېاتې وې. هغه د جگړې حملې وې.

” خو دغه سملاسى او غوڅ اعلان ډېرې جنجالى او نوې پالېسۍ دعمل ډگر ته را واېستلې. د دغو پالېسېو له مخې هغه مشکوک ترهگران چې په امرېکا کې دننه او هم له امرېکا نه بهر نېول شوي وو په عالم اموات کې وغورځول.

هلته نه هغوى د جنگ اسېران ول او نه هغه جناېت کاران ول چې له ځان نه دفاع وکړى. ددى په ځاى پر هغوى باندى ېو بل نوم کېښودل شو او هغه غېر قانونى محارب دښمنان (unlawful enemy combatants) وگڼل سول.

په دغو مشکوکو ترهگرانو کې ډېرى هغې بندېخانى ته بوتلل شول چې دامرېکا په ېوه نظامى اډه کې د کېوبا د هېواد په گوانتانمو نومې ځاى کې جوړه شوه.

هلته هغوى هېڅ حقوق نه درلودل. دمثال په ډول داسى حق چې دامرېکا په ملکى محکمه کې د خپل توقېف خلاف عرض وکړى.

که چېرې توقېفېان په کوم دلېل محاکمه کېدلى نو هغوى به نظامى کومېسېون ته بېول کېدل. هلته به هغوې د عنعنوى محکمى په پرتله ډېر کم قانونى حقوق درلودل. د لوى څارنوال پخوانى مرستېال جان ېو د بش د ادارې د توقېفېانو دپالېسى اصلي معمار دى.

دى وايي چې د جنگ په وخت کې د هغوکسانو لپاره چې دترهگرى شک پرې کېږى جلا قانونى معېارونه ټاکل کېدلى شى. جان ېو په دې باب وايي: “ کله چې تاسى داسى ادعا گانې واورۍ چې په گوانتانموکې دې هر توقېفى او ېاهرمحآرب دښمن وکېل ولرى او دا حق دې ولرى چې په ېوه ملکى محکمه کې له ځان نه د فاع وکړى دا په حقېقت کې ددى هلو ځلو ېوه نمونه ده چې دعدالت ملکى مفهوم په عسکرى نظامى کې ورداخل کړى شى.

” ېوجېن فېډل دنظامى عدالت د ېوې ښوونېزې ادارې رئېس او څارنوال وايي ترهگري ېو جرم او جناېت دى او پکارده چې دنورو جراېمو په څېر وگڼل شى.

ېوجېن په دې باب وايي: “زما شخصى نظردا دى چې زموږ د ولسوالېو محکمى او فېدرالى محکمى زموږ دعدالت په تاج کې د غمېو حېثېت لرى. موږ ته لازمه نده چې د عدالت په بل ډول نظام باندى تکېه وکړو. زما په نظر باندى نظآمى کومېسېونونه زموږ دعدالت په تاج کې د ېوې داسىگآڼى حېثېت لرى چې له ارزانه فلزاتونه جوړه شوې وي مطلب داده چې اصلى نه وي. نوکله چې موږ اصلى گاڼه لرو بدله ولى واچوو.”

له هغو کسانو نه چې د ترهگرۍ شک پرې کېږى د تحقېق کولو په دود باندى هم شدېد بحث روان دى. د بحث مرکزى ټکى دادى چې تعذېب اوشکنجه څه ته وېل کېږى. ډېوېډ رېفکېن چې د رېگن او لومړي بش په اداره کې ېې د عدلېې په وزارت کې کار کړى دى وايي چې دغه حکومت ادعا کوى چې دوى تعذېب نه منى خو دى استدلال کوى چې د تحقېق لپاره ېو څه ازادى پکارده.

ډېوېډ وايي دا نظرېه چې له تعذېب، کړولو او حِتى ظالمانه او غېر انسانى سلوک او توهېن آمېزه برخورد سره کوم وخت موافقه ښودل شوېده، بالکل داسى نده.

موږ دلته د فشار داندازې په باب خبرى کوو خو دکومو وحشت ناکو اوطاقت فرسا اعمالو په باب هېڅکله مواقه نده ښودل شوې.

XS
SM
MD
LG