د لاس رسي وړ اتصالات

شمالى کورېا د فبرورى په مېاشت کې وعده کړې وه چې مهمه اټومى بټۍ کې بنده کړى.


ټاکل شوېده چې دشمالى کورېا او جنوبى کورېا چارواکي د جمعى او شنبى په ورځ له ېوبل سره په کاېسنگ کې ملاقات وکړى.

د جنوبى کورېا د وحدت او ېووالي وزېر کانگ جېانگ سوک وايي دى به د شمالى کورېا داټومى بټي د بندولو په مقابل کې له هغوى سره په مشخصو مساېلو خبرى وکړى چې هغوى ته د خپلى تازه همکارۍ په مقابل کې څه ډول پاداش ورکړل شى.

ښاغلى کانگ وايي "دده دهېئت استاځى به شمالى کورېا ته د پنځوس زرو ټنو په اندازه د سون د تېلو په حمل اونقل باندى د فبرورى د ١٣ نېټى دموافقى سره سم بحث وکړى."

شمالى کورېا د فبرورى په مېاشت کې وعده کړې وه چې د ېانگ بېان مهمه اټومى بټۍ به دمرستو په بدل کې کې بنده کړى.

خو وروسته ېې له دې نه انکار وکه چې د فبرورى په موافقه او نېټه باندې عمل وکړى. شمالى کورېا په دغه نېټه باندې د عمل نه کولو وجه له امرېکا سره د مالى جنجال موجودېت ښودلى واو هغه بالاخره ددى تېرې دوشنبىپه ورځ باندى حل سو. دملگرو ملتونو مفتشان د سه شنبى په ورځ شمالى کورېاته ورسېدل چې دېانگ بېان د اټومي بټۍ دبندولو په کار بحث وکړى.

هغوى د پنجشنبى په ورځ ېانگ بېان ته سفر وکړ. له پنځه کلونو نه وروسته دالومړى ځل و چې دوى ددغى اټومى بټۍ لېدلو ته ورغلى وو.

شمالى کورېا د ملگرو ملتونو د اټومى چارو د څارنى د نړېوالى موسسى مفتشان په ٢٠٠٢ مېلادى کى وروسته له هغه نه واېستل چې دامرېکا چارواکېو ووېل چې شمالى کورېا په دې اقرار وکړ چې دوى دمخکنېو موافقو نه سر غړونه کړېده او داټومى وسلو ېو پروگرام ېې چې د ېورانېمو له غنى کولو نه پکى کار اخېستل کېږى په پټه پېل کړى و.

اوس توقع کېږى چې مفتشان ددغى اټومى بټۍ دبندولو لپاره ېو پلان وړاندى کړى چې په ېو څو اونېو کې به عملى شى.

XS
SM
MD
LG