د لاس رسي وړ اتصالات

د وېنزووېلا جمهور رئېس په روسېه کې دى او ددى امکان شته چې وسلې واخلى


توقع ده چې ښاغى شاوېز نن د پنجشنبې په ورځ د کرېملېن په ماڼى کې د روسېې له جمهوررئېس سره ملاقات وکړى.

هغه په مسکوکې د لاتېنى امرېکاد کلتورى مرکز د پرانېستلو په مناسبت خبرو کې په خپل هېواد کې داټومى اېنرژى د تولېد احتمال رد نه کړ.

ښاغلى شاوېز دامرېکا د عسکرو په باب ووېل چې له عراق نه دې ووزى او اېران حق لرى چې اټومى ټکنولوژى ولرى.

شاوېز وايي چې اېران حق لرى چې سوله ئېزه اټومى اېنرژى ولرى ځکه چې ېو مستقل او ازادى هېواد دى. دهغه د مسکو د سفر په اهدافو کې له روسېې نه دوسلو امکان موجوددى او کېدى شى چې د روسېې ډېزلى اوبرقى اوبتلونه چې په توغندېو سنبال دى واخلى.

ښاغلى شاوېز له روسېې نه دهغوى د (TOR-1) توغندېو ددفاعى نظام په اخېستلو کې هم د لچسپى لرى. تېرکال شاوېز له روسېې سره د درى ملېاردو ډالرو وسلې داخېستلوموافقه لاسلېک کړې وه.

په دغو وسلوکې هېلېکوپټرونه، جنگى الوتکى او سپکى وسلې شاملى وې. خو ښاغلى شاوېز وايي چې ددې سفر مقصد وسلې ندى.

دى وايي چې کلتورى مساېل، نظرېات او داېنرژى په برخه کې او په نظامى چاروکې همکارى دده په اهدافو کې شامل دي.

دا دواړه هېوادونه داېنرژى مهم صادروونکى هېوادونه دى. دواړه د تجارتى اړېکو په پراخولو باندى هم خبرى کوى.

د روسېې دولتى تلوېزېون ووېل تېرکال د دوه اړخېز تجارت مالى ارځښت ٩٠ ملېونو ډالرو ته رسېده. رپوټ داهم وايي چې د شنبى په ورځ به ښاغلى شاوېز د روسېې د جمهوررئېس وېلادېمېر پوټېن مېلمه وي او دواړه به د روسېې په ېوه جنوبى ښار راسټوف-آن-ډان کې داسونو د زغلولو ېوه مسابقه وگورى.

ښاغلى شاوېز له بېلروس سره هم دوسلو داخېستلو پلان لرى. نوموړى به د روسېې له سفر نه وروسته بېلروس ته ولاړ شى.

د همدې اونى په پاى کې د روسېې جمهور رئېس له ښاغلى بش سره دهغوى په اصلى ځاى کېنېبنک پورټ کې ملاقات کوى.

توقع ده چې دواړه مشران به په داسى مساېلو بحث وکړى چې په خپلو اړېکو کې وروستى سوړوالى له منځه ېوسى.

XS
SM
MD
LG