د لاس رسي وړ اتصالات

د ملگرو ملتو عمومي منشي افغانستان ته تللی دی


د ملگرو ملتو عمومي منشي ‏‎ بان کي مون‎ افغانستان ته په سفر تللی دی. د هغه دا سفر مخکي نه و اعلان سوی او غواړی چی په هغه ملک کی د ناتو او افغان مامورینو سره وگوری.

د ملگرو ملتو مامورین وایی چی د ښاغلي بان ددې سفر مقصد دادی چی د ملگرو ملتو او د افغانستان د حکومت تر منځ همکاري زیاته سی.

هغه په دې سفر کی د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي او نورو مامورینو سره کتلي دي.

په عین حال کی په افغانستان کی د امریکا په مشري قواو نن وویل چی عسکرو یې د ننگرهار په ولایت کی د تلاشیو په وخت درې مشکوک یاغیان وژلي او ١٦ تنه نور یې نیولي دي.

مگر محلي مامورینو ویلي دي چی عسکرو کله چی یې دیوې افغان کورنۍ تلاشي کوله نو په دې وخت یې د کور دروازه ور والوځوله او څلور ملکي خلک یې ووژل.

XS
SM
MD
LG