د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني پولیسو په مظاهره چیانو باندی اوښکي بهونکئ گاز استعمال کړی دي


د پاکستان پولیسو په هغو مظاهره چیانو باندي اوښکي بهونکئ گاز استعمال کړ چی د سخت طوفان ځپلو خلکو د پاره یې چی په سه شنبې راغی د حکومت په مرستو باندي اعتراضونه کول.

مقامات وایی چی مظاهره چیان نن د ایران سره سرحد ته نژدې په تربت کی د یوه حکوکتي دفتر په خوا ورغلل.

پاکستاني چارواکو وویل چی ددوی هغه هلي ځلي چی د څه د پاسه ٩٠٠ زره سیلاب ځپلو خلکو سره د مرستو رسولو د پاره یې کولې د خراپي هوا په وجه ځنډیدلي دي.

پرون بارانونه یو څه کرار سوي وو او د اردو هلیکوپترو او ټرانسپورټي الوتکو د بلوچستان په ایالت کی خلکو ته د مرستو یوڅه مواد ورسول.

دا اوس هم په زرهاو خلک د خپلو کورونو د بامونو په سر او په نورو جگو ځمکو کی بند پاته دي او په تیرو دوو ورځو کی د بلوچستان او سیند په ایالتونو کی لږ تر لږه ١٧ تنه مړه سوي دي.

سخت بارانونه د افغانستان په ختیځوسیمو کی هم اوریدلي دي او لږترلږه ۴٠ تنه یې وژلي دي.

دغو بارانونو او سیلاوونو په کابل او کاپیسا او څو نورو ولایتونو کی هم تاوانونه رسولي دي. د ناتو قواو او افغان پولیسو په گډه ۴٢ تنه چی په اوبو کی بند پاته وو، ژغورلي دي.

XS
SM
MD
LG