د لاس رسي وړ اتصالات

دبریتانی پولیسانو د لندن په مرکزکې یو بم شنډ کړ


یو سړی په لندن کې دپیکادیلی سرکس مشهوری څلورلاری ته نژدی موټر په غیرمنظم ډول چلوه.

دوی وائې، موټروان دامریکا دخارجی اسعارو ددفتر مخی ته د تنظیفاتو دبیلرونو پوری موټر پلگ یا ونښلوه او دشپی په تیاره کې وتښتید.

لږترلږه دننه په موټرکې دگازیو سیلنډر پیداشو او د بمونو ماهران راوغوښتل شول چې دغه موټر معاینه کړی.

د لندن پولیسانو په یوه اعلامیه کې وویل، دپولیسو صاحب منصبانو داسی یو څه پیداکړل چې دوی ورته بالقوه چاودیدونکی مواد وائې چې وروسته ئې بیا شنډ کړل.

دتروریزم ضد او دعدلی طب هیآتونو مخکې لدی نه چې موټر ددغه ځای نه لیری کړی شی، موټر ښه امتحان کړ. په داسی حال کې چې تحقیق کونکو په قرنطین شوی سیمه کې شواهد لاس ته راوړل، دلندن په لویدیځ کې دسهارمحل ټرافیک بیخی دخنډ سره مخامخ شوی وو.

نن دجمعی په ورځ دنوی صدراعظم گورډن برون په ریاست دامنیت په باره کې اضطراری غونډه جوړه شوی وه چې په تفصیل سره پکې خبری وشوی.

ښاغلئ برون وائې: "د حکومت لومړی وظیفه دخلکو دامنیت ساتل دی او پولیسانو او د امنیتی چارو مامورانو ډیر وخت دا خبره کړیده چې زموږ هیواد ته دامنیت په برخه کې دوامداره جدی گواښ مخامخ دی. موږ باید پولیسو ته اجازه ورکړو چې ددی پیښی په باره کې تحقیق وکړی اوموږ ته رپوټ راکړی مگر دغه پیښه موږ ته دا را په یادوی چې هر وخت بیداراووسو اوولس باید هری بالقوه پیښی ته بیداروی."

ددوه زره پنځم کال دجولای په اومه نیټه څلورو ځانمرگو مسلمان بریدوکونکو د لندن په اورگاړو او بس سرویسونو کې چاودنی کړی وی چې ٥٢ سپارلی او همدغه راز پخپله ځانمرگی پکې وژل شوی وو.

دجولای اومه نیټه ددغې پیښی دوهمه کلیزه ده .

XS
SM
MD
LG