د لاس رسي وړ اتصالات

په بریتانیې کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي


د بریتانیې پولیسو وروسته له هغه چې پرون یې په لندن کې دوه موټربمونه کشف او شنډ کړل، د نوموړي ښار پر واټونو خپلې گزمې زیاتې کړي او ددې پیښې په اړه یې سختې څېړنې پیل کړي دي.

پولیسو په هیمارکیټ نومي سړک باندې د یو تروریستي پلان له شنډولو څو ساعته وروسته، د لندن ښار د یو ستر عمومي واټ ځینې برخې د ترافیکو پر مخ بېرته پرانیستلې.

کابو دوه ساعته وروسته له هغه چې بم شنډوونکو د لندن د یوه نایټ کلب یا نڅا ځای مخې ته په چاودېدونکو توکو او تیلو سمبال یو مرسېدس ډوله موټر بې خطره کړ، پولیسو د ویست اینډ تیاتر سیمې د موټرونو په یوه پارک کې د یوه بل ورته موټر د موندلو خبر ورکړ.

د بریتانیې د تروریزم ضد پولیسو مشر، پیتر کلارک وویل چې په دوهم موټر کې لگول شوی بم دومره ځواکمن و چې که چاودلای وای نو د سر سخت درانه زیانونه به یې اړولي وای. ‏«‎ په دې موټر کې یوه زیاته اندازه د تیلو او گازو ډبې پرتې وې.

د لومړني په شان، په دوهم موټر کې هم ډېره اندازه میخونه ځای پرځای شوي و. دا موټر هم د لومړي موټر په څېر خطرناکه و خو د کارپوهانو لخوا یې بمونه شنډ شول.

واضح خبره ده چې دغه دوه پیښې سره تړلي دي.‏»‎ د بریتانیې حکومتي چارواکو بیړنۍ غونډې جوړې کړي څو حالات وڅېړي او مالومه کړي چې څه ډول کولای شي له دې ډول پیښو سره سمه مبارزه وکړي.

خو داسې مالومیږي چې دغه راز پیښو د لندن ښار هغه یو شمېر اوسېدونکي چې د جمعې په ماښام بیا هم په خوشحالۍ سره د هیمارکېټ په لور روان و، اغېزمن کړي نه دي.

د چاودنو دغه پلانونه یوه اوونۍ مخې له هغه کشف او شنډیږي چې د بریتانیې نوی صدراعظم، گوردون براون له دوو ورځو راهیسي په رسمي توگه خپله دنده پیل کړې ده.

XS
SM
MD
LG